نشریهء سیاسی، فرهنگی، تاریخی و اجتماعی افغانستان

| ټــول افغـــان، په افغــانـانو کـې نفــاق اچــوونکې ویب پــاڼه |
|
|
|
| پیامها و گزارشات - پیـــــام هــــا |
| نوشته شده توسط څرک نوریال |
| يكشنبه ، 31 مرداد 1389 ، 17:11 |
|
د افغانستان د خپلواکۍ له بیرته اخیستو څخه پوره یو نیوي کاله تیر دي خو زموږ ولس اوس هم له ټپونو څخه په ډک ځان، په تیارو کې لاس او پښې وهي. د افغانانو ماغزه اوس هم د یو ماشوم په شان، په هر شیطاني انځور خطا وځي او اوس هم حاضر دی د خپل غرور، ایمان، وجدان او حتی نوم په خرڅولو، خپلې شخصي غریزې خړوبي کړي، خپل شخصي بغض او کینې سړې کړي او د خپلو کسانو د لمنو په رااړولو سره، نړیوالو ته تماشې جوړې کړي.
راځئ چې پر اصلې موضوع راشو: نن سبا د افغانانو ترمنځ د ویب سایټونو بازار ډیر تود دی. په دري، پښتو او یا هم ګډو ژبو خپرونې کوي. دغه ویب سایټونه ځینې خپلواک خو ډیری یې د پردیو په لمسون مخ ته ځي چې یو یې هم ټول افغان په نامه ویب سایټ دی چې د یو شمیر افغان ځوانانو د غلطو احساساتو په راپارولو سره غواړي افغانانو کې نفاق واچوي او هغوی د سیمې او نړۍ شرمنده وګرځوي. که تاسو د ټول افغان مطالبو ته پام وکړئ، نو له ورایه مالومیږي چې د پنجاب د آی اس آی په تګلارې برابر روان دی. تل طالبانو ته د ټولو پښتنو په سترګه ګوري، تل د طالبانو په ګټې خپرونې کوي، تل پښتانه راپاروي. د مثال په توګه په همدې اونۍ کې یې یو مطلب خپور کړی و چې سرلیک یې و: په کندز کې د بصير سالنګي مليشو يو بل پښتون ځوان هم وواژه (پوره لیکنه په لاندې لینک لوستلای شئ) http://www.tolafghan.com/posts/19176 اوس نو دا یوه وړه نمونه ده چې تاسو یې ګورئ، همداسې راپاروونکي مطالب به په دې سایټ کې تاسو ډیر وموندلای شئ. ټول افغان ویب ماسټر څو ورځې وړاندې د آی اس آی په تګلارې برابر، یو بل ګام هم اوچت کړ چې پکې په واشنګټن کې د میشت افغان سفیر ځینې رسمي او شخصي او کورنۍ انځورونه یې خپاره کړل. ټول افغان کوښښ وکړ چې دې انځورونو ته داسې رنګ ورکړي چې ګواکې افغان سفیر شرابخور دی او میرمن یې هم خدای مکړه ډیره آزاده ده. د عکسونو په باب مې یوه بشپړه مقاله ولیکله او لومړی مې همدا د ټول افغان ګوډاګي ویب سایټ ته واستوله ترڅو که کومه تیروتنه شوې وي، له هغې لاس واخلي او دا لیکنې لیري کړي. خو ومې کتل سربیره پر دې چې زما لیکنه یې خپره نه کړه بلکه ورپسې یې نورې پاروونکې لیکنې هم خپرې کړې او په یوه له دغو لیکنو څخه یې زما له استول شوي مطلب څخه، د خپلې سلیقې وړ جمله رااخیستې او پر هغې یې استناد کړی و. لومړی خو دلته جوته شوه چې دا پاروونکې لیکنې د نورو کسانو نه بلکې د ټول افغان ګوډاګي ویب سایټ د چلوونکي لیکنې دي چې په یوه او بل نومونو یې خپروي. ځکه په هغي لیکنې کې چې د سمندر په نامه یې خپره کړې وه، ویلي یې و چې ټول افغان ته د یوې رارسیدلې مقالې پر بنسټ ...(او بیا یې زما له خولې خپله د سلیقې وړ جمله انتخاب کړې وه.) اوس نو که دا لیکوال د ویب سایټ خاوند نه و، نو هغه ته زما لیکنه چیري مالومه وه؟ له هغه وروسته، ټول افغان ویب ماسټر ماته دا پیغام راواستاوه:
((نوريال صيب: له ليکنې مو مننه. د اليکنه مخکې هم رارسېدلې وه خو ځکه خپره نه شوه چې بحث کونکو ته د متعصبو پښتنو خطاب شوی دی چې دحقيقت سره اړخ نه لګوي. که دغه ټکي ترې لرې کړئ نو خپره به یې کړو. په درنښت د ټول افغان اداره))
اوس نو زه د ټول افغان آی اس آی ته وایم چې: که ستاسو په ویب سایټ کې، د یوه اسلامي هیواد برحاله سفیر ته د شرابخور خطاب کیږي، که ستاسو په ویب سایټ کې د یو ډیپلومات د شخصي!! ژوندانه انځورونه خپاره کیږي، دا ټول بیا د بیان د آزادۍ!! په نامه خپروئ خو که ما د خپل له نظره، چا ته د متعصب خطاب وکړ، هلته بیا د بیان آزادي نشته او تاسو د قضاوت تله په لاس کې وایاست چې: ...د حقیقت سره اړخ نه لګوي!! آیا تاسو د ټولو لیکوالو لیکنې همداسې تولوئ او ګورئ چې کوم شی له حقیقت سره اړخ لګوي او کوم شی یې نه لګوي؟ ستاسو خپرونې همداسې سلیقوي دي؟ له هغه وروسته چې ما د ټول افغان ویب ماستر ته لاندینی پیغام ولیږه، نو بیا یې سمدستي د سمندر نومي لیکنې ته په لږ تغییر سره، د ټول افغان ټکی کام د لیکوال نوم ورکړ. زه له ټولو هیوادوالو څخه دا هیله لرم چې دغه ډول مغرضو او د پردیو په لمسون تللو ویب سایټونو ته د یوه قوم او یا یوې ژبې د استازي په سترګه ونه ګوري او په دې پوه شي چې دغه راز لیکنې، کړنې او ګړنې ټول د افغانانو ترمنځ د نفاق د رامنځه کولو په مقصد او د پردیو په اشاره ترسره کیږي. موږ ټوله افغانان یو، یو د بل په درد کې باید شریک واوسو او ددې پرځاي چې پر خپلو کسانو د ګناهونو بهتان وتړو، او بیا یې د نیوزویک په شان امریکایي خپرونو ته هم ولیږو او امریکاییان هم پر ځان وخندوو، راځئ یو د بل قدر وکړو، یو بل ته د مینې درس ورکړو او ددې پر ځای چې پاروونکي مطالب خپاره کړو، ددې هڅه وکړو چې دا پاشلي قومونه سره پیوند کړو.
!joomlacomment 4.0 Copyright (C) 2009 Compojoom.com . All rights reserved." |
تاجیـکان درگـذرگـاه تاریــخ

تاجیــــکان درگـــذرگــــاه تــاریــــخ
پروفیســور رســـول رهیــن
تجـــزیه بهتـــرین گـــزینـــه بــرای...
بازیافتــن بیطـــرفی افغــانســـتان

افغـــانســـــــتان بایــد پیــش
از رفتـــــــن ارتــش امــریکـــا
بیطـــرفی خـــود را بــاز یــابد
عزیز آریانفر
یگـــانگی زبـــان فــارســی
تاریــخ مطبوعــات کشـور

تاریــخ مطبوعــات افغــانســـتان؛
از شمس النــهار تـا جمــهوریت
سـرگذشت زبـان فـارسی دری
یادنـامـۀ طـاهــر بدخشــی

بـــرای دانـــلود یــادنــامـــه به اینجــا اشــاره نمــائید!
برای اعضای مــــآ
تعداد آنلاین










