نشریهء سیاسی، فرهنگی، تاریخی و اجتماعی افغانستان

| قــانــون پخپــله د قــانون جــوړونكــو لخــوا تــر پښــو لانــدې كېــږي |
|
|
|
| مقـــــــالات - اجتمـــاعی |
| نوشته شده توسط فیض الله صافی |
| چهارشنبه ، 5 بهمن 1390 ، 11:34 |
|
فرستنده: محمد یونس مهرین نږدې اووه كاله كېږي چې په افغانستان كې د ولس په رايو پارلمان جوړ شو، خلكو رايې وركړې حتا په ځينو لرې پرتو سيمو كې د فغانستان د بې وزله خلكو د ككريو د قربانۍ په قيمت هم تمام شو چې د ورانكارو او هېواد دښمنو كسانو لخوا ددغو رايه وركوونكو په كتارونو چې موخه يې د هېواد ودانول وو انتحاري بريدونه وكړل او ډيرى كورنۍ يې د غم دا دا ځل د ۱۳۹۰ كال د سلواغې د مياشتې پر لومړۍ نېټه دغو وكيل صاحبانو تر ژمنيو رخصتيو وروسته بيا د پارلمان پرانسته وكړه، خو افغان ولس نهيلى شوى چې بيا به هم دوى پخپلو حزبي، قومي، سمتي او ژبنيو جنجالونو اخته شي حال دا چې ددې وكيلانو په مخكې ډېر هيوادني كارونه شته چې دوئ د خپلو جنجالونو له امله ندي توانېدلي چې په تېرو دوو كلونو كې تر سره كړي، موږ هيله لرو چې اوس يې تر سره كړي. هغه لوى كار چې دوى يې بايد تر سره كړي هغه د افغان حكومت د كابينې پاتې وزيرانو ته د باور رايه وركول دي، دې وكيلانو تر اوسه هم حكومت دې ته نه دى اړ ايستى چې كابينه پارلمان ته وروپېژني. په دې برخه كې جمهور رئيس هم تر ډېره بريده پړ دى، ځكه چې دى خو هم د ولس په رايو دې مقام ته رسېدلي دي، نوموړى بايد پخپله دا كابينه پرته لدې چې پارلمان ترې غوښتنه وكړي، خپل پاتې وزيران د افغانستان پارلمان ته د رايه وركولو لپاره وروپېژني، دا ځل بايد ښاغلى حامد كرزى داسې په كار پوه وزيران وټاكي چې هغه تېرې تېروتنې جبران كړي چې د ناكاره وزيرانو پر ټاكلو يې مرتكب شوى وو، دا ځل بايد داسې متعهد كسان غوره كړي چې پر دې هېواد يې زړه خوږېږي. د حكومت كړنې خو له بده مرغه د خپلو جېبونو ډكول دي، نو وكيل صاحبان بايد ددې خبرې غم وخوري چې دا كال هم لكه د تېرو كلونو پشان د سرپرستو وزيرانو جېبونه ډك نشي، بلكې له حكومته وغواړي چې وزيران معرفي كړي، ځكه نور نو د شرم ځاى دي چې بيا هم ټاكلي وزيران ونه لرو، د ولسي جرګې د يوې پرېكړې پر بنسټ بايد دا وزيران تر يوې مياشتې زيات سرپرست پاتې نه شي، خو دا دى دا وزير صاحبان دوه كاله كېږي چې سرپرست وزيران دي. په پاى كې يو ځل بيا د ولس له درنو استازو غواړو چې خپلو كړنو ته په ټوليز ډول ځير شي او هغه دندې چې دې مظلوم ولس ورته سپارلي دي، په پوره ايماندارۍ سرته ورسوي، چې په راتلونكو ټاكنو كې بيا دې ولس ته جګ سرونه ودرېږي او ولس ورته بيا د باور رايه وركړي او همدارنګه د الله(ج) پر وړاندې هم بريالي شي، ځكه چې دا د خلكو استازي كېدل يو امتياز نه بلكې يو مسووليت دى چې بايد په پوره امانتدارۍ تر سره شي، كنه نو بيا يوه داسې ورځ راتلونكې ده چې هېڅوك به هم ترې خلاصى ونه مومي او ټول به د الله ج پر وړاندې حاضرېږي او د خپلو كړنو ځواب به وركوي چې دا ځواب وركول بيا ډېر سخت دى، ځكه چې په دغه ورځ داسې يو ذات قاضي دى چې هېڅ ډول واسطه، رشوت او حيله بهانه نه مني او نه هم څوك چالاكي كولى شي، هر څوك به بيا د خپلو كړنو مسوول وي، نو كه دغه وكيل صاحبان او په ټوله كې دولتي كاركوونكي چې له بيت المال نه ډبل ډبل ډالري معاشونه اخلي، بايد خپل ورسپارل شوي كارونه په ښه توګه تر سره كړي او بس.
|
تاجیـکان درگـذرگـاه تاریــخ

تاجیــــکان درگـــذرگــــاه تــاریــــخ
پروفیســور رســـول رهیــن
تجـــزیه بهتـــرین گـــزینـــه بــرای...
بازیافتــن بیطـــرفی افغــانســـتان

افغـــانســـــــتان بایــد پیــش
از رفتـــــــن ارتــش امــریکـــا
بیطـــرفی خـــود را بــاز یــابد
عزیز آریانفر
یگـــانگی زبـــان فــارســی
تاریــخ مطبوعــات کشـور

تاریــخ مطبوعــات افغــانســـتان؛
از شمس النــهار تـا جمــهوریت
سـرگذشت زبـان فـارسی دری
یادنـامـۀ طـاهــر بدخشــی

بـــرای دانـــلود یــادنــامـــه به اینجــا اشــاره نمــائید!
برای اعضای مــــآ
تعداد آنلاین










